د افغان الوتکو پر مخ د پاکستان هوايي حریم بېرته پرانېستل شو

د افغان الوتکو پر مخ د پاکستان هوايي حریم بېرته پرانېستل شو

یو شمېر پاکستانیو رسنیو خبر  ورکړی چې د دغه هېواد هوايي حریم د افغان الوتکو پر مخ بېرته پرانېستل شوی دی.

پاکستان ۱۳۵ ورځې خپل هوايي حریم د افغان الوتکو پر مخ تړلی و.

پاکستان ۴ میاشتې مخکې هغه مهال خپل هوايي حریم د افغان الوتکو پر مخ وتاړه چې هندۍ چورلکو د پاکستان یو شمېر سیمې تر هوایي بریدونو لاندې راوستې.

پاکستان ته د ولسمشر او ملي امنیت سلاکار حمدالله محب له سفر وروسته دغه حریم پرانېستل کېږي.

 

د پاکستان هوايي حریم تړل کېدو، افغان هوایي شرکتونو ته میلیونونه ډالر زیان اړولی و.

Leave a Reply

Your email address will not be published.