د افغان اوبو مدیریت، پاکستان په سیمه ییزه کچه ننګولی

د افغان اوبو مدیریت، پاکستان په سیمه ییزه کچه ننګولی

 

پاکستانۍ ایکسپرېس ټربیون ورځپاڼې لیکلي، د افغان حکومت له لوري د اوبو سم مدیریت او د کابل ــ نوې ډیلي لخوا د اوبو پر سر د بندونو جوړېدو، پاکستان د اوبو له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

د ورځپاڼې په حواله، پاکستان هېڅکله د اوبو له کړکېچ سره نه و مخ، خو د افغانستان د حکومت لخوا د اوبو سم مدیریت په سیمه ییزه کچه دغه هېواد د اوبو له کړکېچ سره مخ کړی دی.

ورځپاڼه وايي، له یوې خوا هندوستان د جمو او کشمیر سیند څنډو کې بندونه جوړ کړي او لا يې هم جوړوي، له بلې حکومت افغان حکومت د اوبو مدیریت کړی دی او هند هم په دغه برخه کې ورسره مرسته کړې ده.

اوس تازه ویلي کېږي، چې نړیوال بانک به د کابل سیند پر یو شمېر څنډو د ۱۲ بندونو جوړېدو لپاره افغانستان ته ۷ میلیارده ډالر ورکړي.

د افغانستان د حکومت له لوري د اوبو سم مدیریت د ایران د حکومت غبرګون هم راپارولی و

د ایران ولسمشر ویلي و: دوی نه شي زغملی چې افغانستان کې دې د اوبو ستر بندونه جوړ شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.