ارګ: واشنګټن دې د ټرمپ د خبرو وضاحت ورکړي افغان حکومت د امریکې د ولسمشر د تېرې شپې څرګندونو ته غبرګون ښودلی دی. له ارګه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې افغانستان د نړۍ له پخوانیو ملت – دولتونو څخه یو دی چې د تاریخ په اوږدو کې له څو بحرانونو څخه راوتلی دی. اعلامیه کاږي، د افغانستان ملت هیڅ بهرني قدرت ته د خپل برخلیک د ټاکلو اجازه نه ده ورکړې او نه به یې ورکړي. اعلامیه کې ویل شوي، له نړۍ او په ځانګړي ډول له امریکا متحدو ایالتونو سره زموږ شراکت او همکاري د متقابلو ګټو او متقابل درناوي په اساس دی. موږ د سولې په راوستلو کې د امریکا د همکارۍ ملاتړ کوو، اما زموږ د هیواد اساسي برخلیک د بهرنیو دولتونو د مشرانو په ناستو کې د افغانانو د زعامت له حضور پرته نشي ټاکل کېدلای. زموږ افغانستان به تل د نړۍ د سیاست صحنه کې په صلابت او عظمت پاتې شي. د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د دوه همکارو دولتونو ترمنځ هراړخیزو اړیکو ته په کتو له ډيپلوماتیکو او دولتي لارو له واشنګټن څخه د پاکستان لومړي وزیر سره د جمهوررئیس ټرامپ د څرګندونو صراحت او توضیحات غوښتي دي. د افغانستان اسلامي جمهوري دولت به د دې مسالې اړوند تحولات په دوامداره توګه د افغانستان ازادو خلکو سره شریک کړي.
Leave a Reply