د افغان سولې بهیر؛ مسکو وايي له توافق وروسته به جګړه روانه وي

د افغان سولې بهیر؛ مسکو وايي له توافق وروسته به جګړه روانه وي

محور؛ یکشنبه، د وږی میاشتې ۳ مه:

کابل کې د روسیې سفیر الکساندر مانټېسکي ویلي، له طالبانو سره د سولې له توافق وروسته به هم جګړه روانه وي.

سفیر خبرداری ورکړی دی چې د طالبانو زیات شمېر جنګیالي له امریکا سره د سولې پلوي نه دي او ممکن هغوی جګړې ته دوام ورکړي.

د سفیر په وینا، افغانستان کې شل تررویستي ډلې فعالیت کوي چې دې داعش ډله هم موجوده ده.

ماڼتسکي اندېښنه ښودلې ده چې افغانستان کې لا هم د داعش او القاعده ډلې ګواښ شتون لري.

د هغه په خبره، د داعش او القاعده ډلې د ځپلو لپاره دې نړیوال هېواودنه لاس په کار شي.

کابل کې د روسیې سفیر یو ځل بیا غوښتنه کړې ده چې امریکایي سرتېري دې له افغانستان څخه ووځي.

هغه زیاته کړې چې روسیې ته د ټاکنو په پرتله، سوله لومړیتوب لري، خو که سوله توافق ته ونه رسېده، ټاکنې دې وشي او دا هغه څه دي چې خپله افغانانو پورې تړاو لري.

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.