د افغان شهید شویو سرتېرو کورنیو ته د کوپون وېش لړۍ پیل شوه

د افغان شهید شویو سرتېرو کورنیو ته د کوپون وېش لړۍ پیل شوه

 

د  ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې الهام عمر هوتکي او شیران جیلاني د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو ورثې ته د کوپون د وېش هوکړه لیک لاسلیک کړ.

جمهوررئیس غني د شهیدانو د ورثې په استازیتوب څلورو تنو ته د کوپون کتابچو له وېش وروسته د وینا پرمهال وویل، دغه نننۍ غونډه ماته له دې امله ځانګړی ارزښت لري چې نن موږ د شهیدانوکورنیو ته د رسیدګي یوه بله ژمنه هم عملي کوو او تاسو ته ډاډ درکوو دغه اتلان چې د هیواد د دفاع په لاره کې یې قربانۍ ورکړي، زموږ په یاد دي.

ولسمشر ویلي: د شهیدانوکورنیو ته د کوپون د وېش دغه پروګرام د نهو میاشتو لپاره و، مګر د مالیې وزارت د سرپرست د زېري په اساس به یو کال ته وغځېږي. هغه زیاته کړه، د کوپون وېش له کابله پېلېږي او کرار کرار به په افغانستان شموله ملي پروګرام بدل شي. ټولې مغازې به پر وخت او شفافه توګه  د شهیدانو بایمیتریک شویو کورنیو ته په کوپون کې شامل خوراکي توکي ووېشي.

 

د هیواد جمهوررئیس څرګنده کړه کړې، چې د افغانستان ملي ځواکونه د افغانستان ساتونکي دي او دوی ته په سپکه کتل، د افغانستان د ولس سپکاوی دی او ولس هیڅ وخت سپکاوی نه مني. هغه زیاته کړه، موږ داسې تلپاتې سوله غواړو چې د ټول وطن او افغانانو عزت په کې خوندي وي.

 

جمهوررئیس وویل، هیچاته به د سولې په پلمه ملي ځواکونو ته د صدمې رسولو اجازه ورنه کړو. هغوی دې دا فکر له ذهنه وباسي چې یو ځل بیا به زموږ ټانکونه، طیارې او نور تجهیزات د زړې اوسپنې په بیه په ګاونډیاو وپلوري.

Leave a Reply

Your email address will not be published.