د افغان پولیسو امکانات غلا کېږي

د افغان پولیسو امکانات غلا کېږيد افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش اداره یا سیګار وايي، چې په زیاترو مواردو کې د افغان پولیسو امکانات او لوژستیکي مواد غلا کېږي او هغه چې رسېږي کیفیت یې ډېر ټيټ وي.

سیګار وايي؛ محلي پولیس یا پروخت له لوژستیکي لحاظه نه اکمالیږي یا ددوی برخه په ټول پولیسي ځواک ویشل شوې ده. د سیګار په تازه راپور کې دغه راز د محلي پولیسو په حاضرۍ کې بې نظمیو ته اشاره شوې، سیګار وايي، په حاضریو د کنترول نشتوالی د اداري فساد لپاره پراخه زمینه برابره کړې ده.

د افغانستان د محلي پولیسو مشر جنرال علیشا احمدزی ددغو ستونزو یو تعداد یې مني، خو ادعا کوي چې په وروستیو شپږو میاشتو کې د محلي پولیسو په تشکیلاتو کې پراخه بدلونونه راغلي دي او په ترڅ کې یې ۸۵ سلنه ستونزې هوارې شوې دي.

احمدزی وايي: ((د محلي پولیسو له لوژستیکي اکمالاتو هیڅکله غلا نده شوې خو د اکمالاتو په انتقال کې ستونزې شته. د افغانستانی غرنۍ لارې او په کافي ډول د هوايي امکاناتو نشتوالی ددې سبب شوی چې په ځینو مواردو کې محلي پولیسو ته لوژستیکي اکمالات په وخت او له ضرورت سره سم ونه رسېږي.))

محلي پولیس- بحث پارونکی ځواک:
محلي پولیس مهالنی ځواک دی، چې د هغو کلیو او ولسوالیو د امنیت لپاره له محلي داوطلبو خلکو جوړ دی، چې د طالبانو تر جدي تهدید لاندې دي.دا ځواک د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې فعالیت کوي. داځواک توانېدلی چې په ډیرو سیمو کې د طالبانو ګواښ راکم کړي، خو په ډېرو سیمو کې یې بیا ستونزې راډوکولې او د خلکو تر اغترض لاندې دي.

میاشت وړاندې نیویارک ټایمز یو راپور خپور کړ، چې محلي پولیس په هلمند کې له کم عمره هلکانو جنسي استفاده کوي. د محلي پولیسو مشر علیشا احمدزي وویل، دوی د محلي پولیسو په لیکو کې دداډول ناوړه استفادې د مخنیوي لپاره ځینې محلي پولیس له دندو ګوښه کړي دي.

له بلې خوا سیګار وايي: محلي پولیس د خلکو د امنیت د خونديتوب پرځای د مهمو چارواکو د شخصي اقتدار لپاره په د ملیشو په توګه کار ورکوي. جنرال مجتبی پتنګ چې هغه وخت د کورنیو چارو وزیر و له محلي پولیسو سره یې خپل مخالفت اعلان کړ او د سیګار اوسنۍ ادعا یې تاییدوله.

Leave a Reply

Your email address will not be published.