د افغان ځواكونو رهبري بايد سمه شي

ناټوپه افغانستان كې د امريكا جګپوړى قوماندان وايي سږنى كال د افغانستان له پاره ترټولو ستونزمن كال دى. په افغانستان كې د نړيوالو ځواكونو قوماندان جنرال جان كمپبل په كابل كې يوې خبري غونډې ته وويل طالبان د افغانستان له پاره  له وژنې پرته بل هيڅ ليدلورى نه لري.

جنرال كمپبل چې ماموریت يې د مارچ میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې پای ته رسیږي  او پر ځای یې بل امریکایی جنرال (جان نیکلسون) دنده پیلوي په افغانستان كې كار وياړ وباله او وايي ترهګري يوه نړيواله ستونزه ده او پروړاندې يې مبارزه يوازې د افغانانو كار نه دى.

هغه وويل : (ترهګري پولې نه پیژني  او کوم قانون ته هم ژمنتیا نه لري، ترهګر یواځې بې ګناه ښځې او ماشومان وژني. نو باید ټوله سیمه د ترهګرۍ په وړاندې چې داعش هم په کې راځي، اوچته شي او ور سره وجنګیږي. دا یواځې د افغانستان ستونزه نه، بلکې سیمه ییزه ستونزه ده.)

په افغانستان كې د ناټو د پریکنده ملاتړ د ماموریت قومندان جنرال جان کمپبل وایی د دې لپاره چې روان کال د تېر هغه په شان نه وي، باید د افغان ځواکونو په مشرتابه او کړنو کې بدلون راشي.

دغه جنرال په افغانستان کې له یو نیم کال ماموریت وروسته وایی، روان میلادۍي کال افغانستان ته مهم کال دی او که پوځ په ځانګړې توګه مشرتابه کې یې بدلون رانه شي، روان کال به هم د تېر کال په څېر (ستونزمن) وي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.