د اماراتو ناستې درېیمه ورځ

د اماراتو ناستې درېیمه ورځ

د اماراتو ناستې درېیمه ورځ

متحده عربي اماراتو کې د طالبانو د استازو او د افغانستان د سولې بهیر لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ترمنځ د خبرو نن درېیمه ورځ ده

د لومړۍ ورځې له مذاکراتو داسې راپورونه خپاره شول، چې طالب استازو او زلمي خلیلزاد د بندیانو پر خوشې کېدو خبرې کړې دي؛ خو دا راپورونه لا هم کره شوي نه دي او په تړاو يې ضد نقیض خبرونه ورکول کېږي

د دې ناستې په دویمه ورځ هم رویټرز خبري آژانس راپور ورکړ، چې زلمي خلیلزاد له طالب استازو سره پر اوربند او موقت حکومت خبرې کړي دي، هغه څه چې طالبانو تېر ماښام د یوې اعلامیې په خپرولو سره رد کړل.

افغان حکومت د ولسمشرۍ ماڼۍ د دفتر مشر عبدالسلام رحیمي په مشرۍ یو پلاوی اماراتو ته لېږلی دی.

د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب اماراتو ته د خپل سفر په مهال خوښې ښودلې چې له طالبانو او د دغه هېواد له چارواکو سره يې مذاکرات ډېر ګټور و او ژر به افغانستان کې سوله ټینګه شي.

نن اماراتو کې د سولې د خبرو درېیمه ورځ ده؛ دا هم مالومه نه ده چې په نننۍ ورځ به په کومو مسایلو خبرې کېږي

Leave a Reply

Your email address will not be published.