د امريكا ولسمشر وايي عبدالله عبدالله يوازې د مشورې حق لري

برک اوباماد امريكا ولسمشر بارك اوباما اجرايي رييس عبدالله عبدالله ته ويلي چې نور د ولسمشر محمد اشرف غني په كارونو كې مداخله ونه كړي.  يوې سرچينې ويلي چې په هغه خبرو كې چې د تيرې جمعې په ورځ د امريكا د ولسمشر بارك اوباما، ولسمشر اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ شوې اوباما عبدالله ته ويلي چې د غني په واكونو كې له لاسوهنې ډډه وكړي.

سپينې ماڼۍ ويلي چې په دغه  ویډیو کنفرانس کې د افغان سولې پر پروسې، له ګاونډيو هېوادونو سره د افغانستان پر اړيکو، د افغانستان په اړه د بروکسل او وارسا پر جوړېدونکو کنفرانسونو او د افغانستان پر وروستيو امنيتي حالاتو خبرې شوې دي.

ولسمشر غني او عبداللهپه خبرپاڼه کې راغلي و چې ولسمشر اوباما د ولسمشر غني د هغو هڅو ستاينه وکړه چې د سولې پروسې په اړه يې کړې، د دولتي عوايدو کچه يې لوړه کړې، د فساد پر ضد يې مبارزه کړې او په لوړو دولتي څوکيو يې نوي کسان ګومارلي دي.

د ملي يووالي حكومت يوې سر چينې د نوم نه ښودلو په شرط پژواك ته ويلي  چې په  دغه خبرو كې  کې د امريکا ولسمشر بارک اوباما اجرايي رييس ډاکتر عبدالله ته ځينې سپارښتنې کړې دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، اوباما ډاکتر عبدالله ته ويلي: “اشرف غني د افغانستان منتخب ولسمشر دى، د افغانستان د اساسي قانون له مخې، د يوه خپلواک هېواد په توګه ولسمشر خپل واکونه او صلاحيتونه لري.”

عبداللهد سرچينې په وينا، اوباما ورته ويلي، د هغه هوکړه ليک له مخې چې د ملي يووالي حکومت رامنځ ته شو، د دولت د لوړو پوړو چارواکو د مقرريو په اړه به له اجرايي رييس سره يواځې مشوره کېږي، نه دا چې د ولسمشر د صلاحيتونو پر وړاندې خنډونه رامنځته شي.

د حکومت يادې سرچينې دغه راز وويل چې اوباما د سولې د روانې پروسې په اړه د ډاکتر عبدالله پر ځينو څرګندونو نيوکې کړې دي.

اوباما زياته کړې چې د افغانستان د سولې پروسه د امريکا د پاليسۍ له مخې پر مخ وړل کېږي او د عبدالله ځينې څرګندونې دا پروسه زيانمنوي. خو د ولسمشر مرستيال وياند سيد ظفر هاشمي دا څرګندونې رد كړې او وايي ولسمشر او اجرايي رييس د سولې په پروسه كې يوه خوله دي او دا يوه افغاني پروسه ده.

يو شمير سياسي كارپوهان هم وايي چې د ټاكنو د خپلواك كميسيون له خوا د ولسمشرۍ د تيرو ټاكنو د دوهم پړاو د پايلو اعلانولو موخه داوه چې عبدالله عبدالله تر خپلو صلاحيتونو لوړ خيال كاوه او په ډيرو برخو كې يې ستونزې جوړولې، نو ځكه يې دا پايلې اعلان او اشرف غني د ولسمشر په توګه اعلان كړ.

Leave a Reply

Your email address will not be published.