د امريكا ځانګړې بيړۍ سويلي كوريا ته رسيدلې

بحري بېړۍد امريكا متحده ايالاتو د الوتكو وړونكې بيړۍ سويلي كوريا ته ورسيده،  د (John C. Stennis) په نامه په دې بيړۍ كې اتيا بيلابيلې الوتكې او نور جنګي وسايط بار دي چې له سويلي كوريا سره په ګډو پوځي مانورو كې ترې كار اخيستل كيږي. په دې بيړۍ كې د اوبتل ضد او نور توغندي هم شامل دي.

بلخوا شمالي كوريا ګواښ كړى چې پوځ يې چمتو دى چې سويلي كوريا آزاده كړي . د نړيوالو رسنيو د رپوټ له مخې شمالي كوريا د شنبه په ورځ ويلي كه داسې نښې نښانې ترسترګو شي چې د امريكا او سويلي كوريا ګډې مانورې د شمالي كوريا د نيولو په موخه كيږي نو دوى به سويلي كوريا ونيسي.

خو امريكا او سويلي كوريا وايي دا مانورې دفاعي بڼه لري او د كوم ځانګړي هيواد پرضد نه دي.

د امريكا او سويلي كوريا پوځونو ويلي په دې مانورو كې ۱۷ زره امريكايي او ۳۰۰ زره د سويلي كوريا سرتيري ګډون لري .  په سويلي كوريا كې د ۲۸۵۰۰ په شاوخوا كې امريكايي سرتيري دنده اجرا كوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.