د امریکا دفاع وزارت د افغانستان د وضعیت راپور کانګرس ته وړاندې کړ

د امریکا دفاع وزارت د افغانستان د وضعیت راپور کانګرس ته وړاندې کړ

د امریکا دفاع وزارت د افغانستان د امنیت او ثبات په اړه یو راپور خپور کړی چې د ۲۰۱۸ د ډېسمبر میاشتې له لومړۍ نېټې د ۲۰۱۹ د مۍ میاشتې تر ۳۱مې نېټې پورې پېښې پکې تر پوښښ لاندې نیول شوې دي. دا شپږ میاشتنی راپور د امریکا کانګرس ته وړاندې شوی.

 

په راپور کې راغلي، امریکا او شریکانو يې د طالبانو پر وړاندې له پوځی ځواکه کار واخیست تر څو دوی پایدارې او هراړخیزې سولې جوړجاړي ته اړ کړي. امریکا له طالبانو سره د “جګړې او خبرو” لاره پر مخ بیايي.

 

راپور کاږي، د ناشولته تاوتریخوالي او درنو مرګ ژوبلو سره سره، د لومړي ځل لپاره د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونو وکولای شوای د هر بل وخت په پرتله په وروستیو شپږو میاشتو کې ډېر سرتېري راجذب او ويې ساتي.

 

راپور زیاتوي، خلیلزاد د دې لپاره د طالبانو سره خبرې کوي تر څو یو داسې هواری رامنځته شي چې په افغانستان کې د امریکا لګښت راټيټ کړي او امریکا وکولای شي د ترهګرۍ ضد جګړې کې خپلې ګټې خوندي وساتلی شي.

 

پر طالبانو ډېر پوځي فشار، د سولې لپاره نړیوال غږ او د خلیلزاد منډې ترړې داسې ښکاری چې طالبان يې مذاکراتو ته راوستي وي.

 

راپور وايي، د هر ډول پایدارې سولې جوړجاړی باید لاندې عناصر ولري: د ترهګرۍ ضد جګړې کې د امریکايي ګټو خوندیتابه، د تاوتریخوالي د کچو راټيټېدل، بین الافغاني ډیالوګ چې د هراړخیز سیاسي جوړجاړي لامل شي او له نړیوالې سره د افغانستان د حکومت راتلونکې پراختیايي اړیکې پکې واضح شې، او په افغانستانه کې د بهرنیو ځواکونو راکمول.

 

راپور بیانوي، د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونه د هېواد د سترو ښارونو او د ولایتونو مرکزونه پخپل لاس کې لري او طالبان یواځې د هېواد کلیوالې سیمې تر کنټرول لاندې ساتي او د حکومت پر ضعیفو پوستو او د لرې پرتو ولسوالیو په مرکزونو بریدونه کوي. ترهګرې او اورپکې ډلې افغان، امریکايي او ائتلاف ځواکونو ته لاهم سرخوږی جوړوي.

 

د دې راپور په دوره کې، افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو خپل عملیاتي فعالیت کچه او چټکتیا ډېره کړې ده او پوستې یا راکمې او یا څو څو دانې سره یوځای کړې دي. افغان ځانګړي ځواک خپل اهداف ترلاسه کوي او زښته ډېر عملیات يې په خپلواکه توګه ترسره کړي دي.

 

په پای کې، افغان حکومت په امنیتي ځواک کې د رهبرۍ په کچه یو شمېر بدلونونه راوستي دي چې دغه ځواکونه باید لا نور هم مسلکي شي. خو بیا هم افغان ځواکونو ته باید دوامداره روزنه، مشوره او مرسته ورکړل شي او د بودجې د کمي د پوره کولو په موخه دې له دوی څخه مالي ملاتړ وشي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.