د امریکا د دفاع وزیر وایې د افغانستان په اړه جوړه شوې ستراتیژي سپینې ماڼۍ ته وړاندې کوي

امریکا د افغانستان د ستونزې پر سیمه ییز حل فکر کړی دی. د امریکا ددفاع وزیر وايي، په نږدې وختونو کې به د افغانستان په اړه جوړه شوې ستراتيژي ټرمپ ته وړاندې کړي.
نوموړي د امریکا د استازو مجلس د وسله والو ځواکونو په کمېټه کې د وینا پر مهال ویلي، په دې ستراتيژۍ کې یوازې پر افغانستان تمرکز نه دی شوی، بلکې پر ټولو سیمه ییزو ستونزو فکر شوی، څو له دې لارې د افغانستان ستونزه د تل لپاره حل شي.
د متیس په وینا، هلته ستونزه یوازې د افغانستان نه ده، بلکې د سیمې ستونزې ددې لامل شوې چې په افغانستان کې جګړه اوږده کړي. هغه همدا راز د امریکايي ځواکونو د قومندان جان نیکولسن غوښتنې ته په اشارې ویلي، چې نوموړي یوازې د روزنیز ماموریت لپاره د سرتېرو د ډیرولو غوښتنه کړې او همدا راز به په هوايي عملیاتو کې برخه اخلي.
د امریکا د پوځ لوی درستیز جوزف ډانفورډ هم په یاده غونډه کې ویلي، چې د افغانستان په اړه یې د پرېکړې انتخابونه متیس ته سپارلي او ښايي په نږدې راتلونکې کې یې ټرمپ په اړه وروستی تصمیم ونیسي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.