د امریکا سرپرست دفاع  وزیر کابل ته راغلی

د امریکا سرپرست دفاع  وزیر کابل ته راغلی

د امریکا دفاع وزارت سرپرست وزیر باټریک شاناهان نن سهار په یو نا اعلان شوي سفر کابل ته راغلی دی

 

سرچینې وايي، سرپرست  دفاع  وزیر به نن له افغان لوړ پوړو چارواکو سره افغانستان کې د خپلو سرتېرو په ماموریت او د سولې روان بهیر خبرې وکړي.

 

شاناهان کابل ت د سفر پر مهال ویلي: افغانان باید د خپل هېواد په تړاو په خپله پرېکړه وکړي.

 

هغه ټینګار کړی چې له افغان چارواکو سره په لیدنه کې به هغوی ته ډاډ ورکوي چې د خپلې راتلونکې په تړاو د پرېکړې حق یوازې تاسو لرئ

 

د امریکا سرپرست  دفاع وزیر پر داسې مهال افغانستان ته سفر کوي چې په دې  وروستیو کې طالب مشرانو ویلي چې له امریکا سره له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو هوکړې ته رسېدلي دي.

 

تر اوسه د امریکا د دفاع  وزارت د سرپرست سفر په نور زیات جزییات نه دي ورکړل شوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.