د امریکا مشرانو جرګې له افغانستان څخه د سرتېرو اېستلو ته رد رایه ورکړه

د امریکا مشرانو جرګې له افغانستان څخه د سرتېرو اېستلو ته رد رایه ورکړه

د امریکا مشرانو جرګې د ولسمشر ډونالډ  ټرمپ له دستور سره ـ سره، بیا هم له افغانستان او سوریې څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو طرحې ته رد رایه ورکړه.

د سنا ۷۰ غړو له سوریې او افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتلو ته رد رایه ورکړې ده

امریکايي سناتورانو ویلي: که له سوریې او افغانستان څخه امریکايي ځواکونه بهر شي، ممکن د داعش ډلې ګواښونه څو چنده شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وار وار ټینګار کړی چې غواړي له افغانستان او سوریې خپل سرتېري وباسي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.