د امریکا پارلمان د پناه‌غوښتونکو په قبلولو محدودیتونه وضعه کړل

د امریکا پارلماند امریکا د پارلمان غړو د امنیتي ستونزو د وېرې له کبله له هغې طرحې سره موافقت وښود چې سوریايي او عراقي پناه غوښتونکو باندې محدودیتونه زیاتوي. سربېره پر دې چې سپینې ماڼۍ ورسره علاقه لرله، لسګونو دېموکراتانو هغه طرحه تصویب کړه چې به نویو پناه‌غوښتونکو محدودیتون زیاتوي. په دې تصویب کې ۱۸۹ رایې مخالفې او ۱۳۷ موافقې وې.

باراک اوباما، د امریکا جمهور رییس ویلي چې دا طرحه به رد کړي. جان کېري، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي چې پناه‌غوښتونکو ته شا اړول به ډېر ناسم کار وي. دا طرحه وروسته له هغې تصویب شوه چې د جمعې په شپه په پاریس کې بریدونه ترسره شول او په پایله کې یې ۱۲۹ تنه ووژل شول. پړه یې اسلامي دولت (داعش) به غاړه واخیسته.

د بریدګرو ۷ تنه ووژل شول چې ګومان کېږي یو تن یې هغه سوریايي مهاجر و چې د یونان له لارې په بېړیو او سختو لارو اروپا ته ننوتی و. دا لایحه د اېف بي آی مدیران، د ملي امنیت سازمان او د اطلاعاتو مدیر پر دې دنده ګوماري چې مخکې د سوریايي او عراقي مهاجرو تر منلو دا تصدیق کړي چې هغوی د امریکا د متحده ایالاتو امنیت ته ګواښ نه دي. دا هر څه به وروسته له هغې کېږي چې اف بي آی یې ټول سوابق وڅېړي.

براډ اشفورډ، له الاسکا څخه دیموکرات استازي وویل: زه نشم کولی کېنم او کېنم او ما ته رایې راکوونکو اندېښنې نالیدلې وګڼم. خو مخالف استازي بیا له دغو جګړه‌ځپلو خلکو سره د همدردۍ غوښتونکي شول.

جرالډ نیډلر، د نیویارک ډیموکراټ استازي وویل: ترهګرۍ ته ماتې ورکول باید په دې مانا نه وي چې له ترهګرۍ څخه د راتښېدلیو خلکو پر مخ خپل ور وتړو، په دې کار سره موږ د ازادۍ ماهیت ته زیان رسوو. جمهوري غوښتونکي د اوباما د ویتو لپاره کافي رایې په لاس کې نلري خو وايي چې د دوی رایې ښکاره ارزښتمنې دي.

سپینه ماڼۍ وايي چې د ۱۱ د سپتمبر له برید څخه وروسته ۲۱۷۴ سوریايي مهاجر امریکا ته مهاجر شوي دي او اشاره کوي هېڅ یو یې هم د تروریستي بریدونو په تړاو سره نه دی نیول شوی او نه هم خارج شوی. د اوباما دولت د سپتمبر په میاشت کې اعلان وکړ چې د ۱۰ زره سوریايي مهاجرو د منلو پلان لري.

Leave a Reply

Your email address will not be published.