د امریکا متحده ایالات د بل هروخت په پرتله ډیرله ګواښونو سره مخ ده.دامریکا متحده ایالاتو د استخباراتي ادارو عمومي رییس جمیز کلپر وایي امریکا له اقلیمي بدلونونو څخه نیولې تر سایبري بریدونو، د ترهگرو ورانکارو ډلو د گواښونو او د نړۍ د اقتصادي بازارونو د ښکته پورته کیدو پورې د بیسارو چلنجونو سره مخامخ ده.
جیمز کلپر وایی داعش د ترهگرۍ په تاریخ کې په یو بیساري گواښ بدل شوی دی.
هغه چې پرون یې د امریکا د کانگرس د استخباراتو د کمیټې غونډې ته خبرې کولې وویل داعش له ټولنیزو رسنیو څخه د کرکې، ویرې او تاوتریخوالي د پراختیا لپاره پراخه گټه اخلي.
جیمز کلپر څرگنده کړه چې افغانستان په ۲۰۱۶ کال کې د سیاسي سقوط سره مخامخ او د اقتصادي او امنیتي گواښونو سره لاس او گریوان دی.
د امریکا د متحده ایالاتو د استخباراتو د ملي ادارې رییس شمالي کوریا، ایران، چین، او روسیه د هغو هیوادونو په توگه یاد کړل چې واشنگټن د هغوی د فعالیتونو څخه امنیتي اندیښنې لري.
د امریکا د استخباراتو د ملي ادارې رییس وایی سره له دې چې دامریکا متحده ایالاتو د سپتمبر د ١١ له بریدونو وروسته له خپلو پولو بهر د ترهگرۍ پر ضد پراخ عملیات پیل کړي.
خو د سلگونو میلیارډو ډالرو له لگښت سره سره د متحده ایالاتو پر ضد امنیتي گواښونه نه یوازې کم شوي نه دي بلکې نور ډیر شوي دي.
Leave a Reply