د امریکا پوځ افغانستان کې د داعش حضور لویدیځ لپاره ګواښ بولي

د امریکا پوځ افغانستان کې د داعش حضور لویدیځ لپاره ګواښ بولي

محور؛ شنبه، د زمري میاشتې دولسمه: د امریکا ‘نیویارک ټایمز’ لیکي چې د امریکا پوځ افغانستان کې د داعش حضور د لویدیځ لپاره یو ګواښ بولي.

په افغانستان کې د امریکا د پوځ قوماندانان وايي: داعش د دې وړتیا لري چې په لویدیځو هېوادونو، په ځانګړې توګه په امریکا برید وکړي. خو په واشنګټن کې د امریکا استخباراتي چارواکي بیا وايي چې داعش د لویدیځ څخه ‌ډېر د طالبانو لپاره یو ګواښ دی. په دې مسله د پوځ او استخباراتو تر منځ جدي جنجال روان دی. د امریکا دفاع وزارت او د امریکا استخباراتو د طالبانو د جنګي وړتیا او اغېز په اړه هم ورته بحث درلود.

لسو اوسنیو او پخوانیو امریکايي او اروپايي چارواکو نیویارک ټایمز ته په افغانستان کې د داعش د پياوړتیا په اړه له پوځي او استخباراتي اړخه معلومات وړاندې کړي دي، خو غوښتنه يې کړې چې نومونه یې باید پټ وساتل شي.

که څه استخباراتي ډله وايي چې داعش دومره مهم نه ده، خو امریکايي پوځیان، د جنرال ډېوېډ پېټرېئوس او جنرال جک کېن په ګډون بیا د ټرمپ ادارې ته لابي ګري کوي چې په افغانستان کې یو څو زره ځانګړي امریکايي ځواکونه وساتي. د دوی دلیل دا دی چې دا کار د ترهګرو د بیاراتګ مخه نیسي او د افغانستان دولت او امنیتي ځواکونه له سقوط څخه ژغوري.

Leave a Reply

Your email address will not be published.