د امنیتي وضعیت په تړاو د کورنیو او بهرنیو چارواکو غونډه

د امنیتي وضعیت په تړاو د کورنیو او بهرنیو چارواکو غونډه

د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد، د ملي امنیت عمومي رییس معصوم ستانکزي، د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي او افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر تېره شپه د افغانستان د امنیتي وضعیت په تړاو غونډه کړې ده.

 

په غونډه کې امنیتي چارواکو د افغانستان امنیتي وضعیت ارزولی دی او د راتلونکي لپاره يې په مشخصو اقداماتو بحث کړی دی.

 

د کورنیو چارو سرپرست وزیر ویلي، تر هغه چې مونږ سولې ته نه یو رسېدلي، سوله نشته ده او حکومت به د مخالفینو ځپلو ته دوام و رکړي.

 

بلخوا د ملي دفاع وزیر اسدالله خالد هم د مخالفینو پر ضد د افغان ځواکونو د عملیاتو پر زیاتوالي ټینګار کړی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.