د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست استعفا وکړه

د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست استعفا وکړه

محور: چهارشنبه، د مرغومي ۱۸مه

د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست محمد ګل خلمي له هغه وروسته استعفا کړې چې ولسمشر یې له رخصتي نه ده منلې. په خواله رسنیو کې خپور شوی مکتوب وايي: د  ولسمشرۍ سرچینې وايي، ښاغلي خلمي د رخصتۍ غوښتنه کړې وه چې د ولسمشر لخوا رخصتي نه ده ورکول شوې او بیا ده استعفی ورکړې ده. په دې اړه په خواله رسنیو کې یو  مکتوب کې راغلی چې ولسمشر غني ښاغلي خلمي ته ویلي ډیر ځله مو رخصتي اخستې او د یوې میاشتې نورې رخصتۍ له کبله به یې کارونه خراب پاتې وي: (د کارونو د خرابیدو د مخنیوي لپاره به ښه دا وي چې استعفی وکړئ.)

خو د  انرژۍ او اوبو وزارت ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي چې ښاغلی خلمي له دندې لیرې شوی دی. ښاغلی خلمي له دریو کلونو راهیسې د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال و او له یوه  نیم کال را په دیخوا چې علي احمد عثماني له دغه وزارت څخه  لاړ، د وزارت سرپرستي هم محمد ګل خلمي کوله.

Leave a Reply

Your email address will not be published.