د انقرې په چاودنه كې څلور ديرش تنه وژل شوي

محمت مزين اوغلوپه تركيه كې د پرونۍ چاودنې مرګ ژوبله ۱۶۰ ته لوړه شوه. دا چاودنه د تركيې د انقرې په كيزلاى سيمه  كې د بسونو يوه تم ځاى ته نيژدې شوې ده چې له امله يې ۳۴ تنه وژل شوي او ۱۲۵ نور ټپيان دي.

د تركيې د پوليسو يوه لوړ پوړي مقام ويلي په سيمه كې لومړى ځانمرګى بريد شوى او وروسته د ډزو غږونه هم اوريدل شوي دي. د تركيې د روغتيا وزير محمت مزين اوغلو وايي چې په ټپيانو كې د ۱۹ تنو روغتيايي حالت نازك دى. مرګ ژوبله ټوله ملكي خلكو ته اوښتې ده.

تراوسه د دغه چاودنې مسوليت كومې ډلې پرغاړه نه دى اخيستى  د رويټرز خبري اژانس ته  يوه محلي چارواكي ويلي  داسې ښکاري چې د “کوردانو کارګر ګوند (پي کې کې) دغه بريد کې لاس لري”. د پيښې سيمې ته څيرمه د لومړي وزير دفتر هم شته.

په وروستيو څو مياشتو کې په  دغه هيواد کې بريدونه ډير شوي دي، څو اوونۍ وړاندې په انقره کې د موټر بم چاودنې ۲۹ کسان ووژل، ترکي چارواکو يې پړه د سوريې پر کوردانو اچولې وه.

Leave a Reply

Your email address will not be published.