د اوباما بدخوب: مسکو څخه د کابل د نظامي مرستې غوښتنه

ولادیمیر پوتیند سپوتننک خبري څانګه په خپل یو راپور کې لیکي: په سوریه کې د روسیې هوايي حملو اوباما اړ کړ چې له افغانستانه د خپلو نظامیانو د ویستو پلان وځنډوي. اوباما له پوتینه وېرېږي ځکه پوتین د منځني ختیځ په ستونزو کې په مداخلې لاس پورې کړی او ممکن په دویم قدم کې پوتین افغانستان ته خپل پوځي ځواک ورانتقال کړي.

په منځنۍ آسیا کې د قدرت توازن وروسته له هغې بدل شو چې روسیې سوریې ته ودانګل.
د سیمې ملکونه هم چې له ترهګرو په تنګ شوي او امریکا ته یې نوره کومه هیله نه ده پاتې، پوتین ته د امېد په سترګه ګوري او مسکو ته یې مخ کړی. عراق او افغانستان ممکن دوه راتلونکي هغه ملکونه وي چې له روسیې د مرستې غوښتنه وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر څه موده مخکې وویل: موږ تیار یو چې افغانستان سره مرسته وکړو او له دغې ملک څخه نظامي ملاتړ وکړو.
تېره اوونۍ، د روسیې د دفاع وزارت یو لوړپوړي چارواکي د دې خبرې احتمال رد نکړ چې روسي ځواکونه ممکن تاجکستان سره مرسته وکړي تر څو تاجکستان افغانستان سره په خپله پوله کندوز کې د ترهګرو د ورننوتو مخه ونیسي. د طالبانو ډلې له تاجکستان سره د افغانستان په سرحدي ښار کندوز کې ډېرې فعالې دي.

که دا پېښه رامنځته شي، په سیمه کې به د روسیې حضور ډېرېدل د امریکا د حضور په کمېدو تمام شي. پوتین دم ګړۍ د پخواني شوروي له جمهوریتونو سره د خپلو اړیکو د ټینګولو په حال کې دی چې اکثره یې د ترهګرو له ګواښ سره مخ دي.

په ورته وخت کې امریکا په دې هڅه کې ده چې له منځنۍ آسیا سره فاصله زیاته کړي. په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د ځنډېدو عمده لامل د دې هڅه ده چې د اوباما میراث پر ځای پاتې شي.

د امریکا څلورڅلوېښتم ولسمشر به ډېر ژر له سپینې ماڼۍ ووځي. هغه پرېکړه کړې چې له افغانستان څخه د خپلو پوځیانو په ویستلو خپله پاتې موده له نیوکو سره مخه نکړي.

د امریکا د پوځ د ځنډ یو بل دلیل په افغانستان کې د‌طالبانو اخري اقدامات دي. امریکا فکر کوي چې افغان امنیتي ځواکونه طالبانو سره د مقابلې ځواک نلري.

Leave a Reply

Your email address will not be published.