د اچین پېښه د افغا نستان ګاونډیانو ته ګواښ دی

افغان حکومت وايي، ګا ونډیان یې دې د اچین پېښې ته په کتو د ترهګرو د ملاتړ په وړاندې خپل سیاست روښانه کړي د اچين پېښه د افغانستان ګاونډيانو ته روښانه پيغام لري.
د ملي يووالي حکومت د اجرائيه رياست وياند مجيب رحيمي چې نن يې په کابل کې يوه خبري کنفرانس ته خبرې کولې وويل، چې امريکايي ځواکونو د بمونو مور بم په داسې سيمه غورځولی چې د افغانستان او پاکستان پر پوله پرته ده. ده وويل چې د سيمې هېوادونه دې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد ګډه مبارزه وکړي. په داسې حال کې چې د اچين له پېښې يوه اونۍ تېره شوې، خو په اړه يې تر اوسه ډير جزئيات نه دي وړاندې شوي او نه هم خبريالانو ته اجازه ورکړل شوې چې سيمه له نږدې وګوري.
په همدې حال کې رسنيو د يو شمېر کورنيو او بهرنيو امنيتي سرچينو په حواله خبر ورکړی چې د اچين ولسوالۍ په هغه سيمه کې، چې اونۍ وړاندې پرې تر ټولو لوی غير اټومي بم غورځول شوی و، اوس هم سخته جګړه روانه ده. د اجرائيه رياست وياند بيا وايي، چې په سيمه کې چاڼيز عمليات روان دي او کله چې د سيمې امنيت ډاډمن شي، دوی به رسنيو او د مدني ټولنو فعالانو ته اجازه ورکړي چې د پېښې له ځايه ليدنه وکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.