د ایران په هدیرو کې د سوریې په جنګ کې د وژل شوو افغانانو د تدفین ننداره

ایرانی جنګیالییو افغان عکاس مجتبی جلالي په ایران کې د هغو وژل شوو افغانانو د خښولو مراسم عکاسي کړي او نړیوالو رسنیو ته یې سپارلي چې د ایران په دستور د سوریې جګړې ته استول شوي او جسدونه یې ایران ته رالیږدول کېږي.

مجتبی جلالي درې کاله وړاندې ایران مذهبي دولت سوریې ته د بشارالاسد د نظام د ننګې لپاره له ایران څخه د افغانانو لیږل پیل کړل، دا پروسه لاهم په چټکۍ روانه ده او ایران سوریې ته د افغان کډوالو د لېږد لپاره د نوم لیکنې زیات شمیر مرکزونه د ایران په لویو ښارونو کې پرانستي دي.

جلالي وايي، ما د افغان عکاسانو په یوه ډله کې ځان ثبت کړ، د ایران حکومت به بلنلیکونه رالیږل، د ثبت نام مرکزونو ته یې بیولو او هم یې د جنازو د خښولو مراسمو ته غوښتلو. په وروستي ځل ډیرې زیاتې جنازې راوړل شوې او ایران مذهبیان په دې ویاړېدل چې په یوه مقدسه جګړه کې ددغو سرتیرو په استولو سره ونډه اخلي.

جلالي وايي، ایران دولت د نوم لیکنې لپاره خاص شرايط نلري، یوازې داوطلب باید ثابته کړي، چې افغان دی، یعنې افغاني تذکره یا بل سند ولري او قانوني عمر یې پوره کړی دی. جلالي یوازې د تهران کیسه کوي، چې په برامین کې د کډوالو کمپ ته څېرمه یو نظامي مرکز دی، چې هلته افغانانو ته جنګي روزنه ورکول کېږي او له هغه ځایه سوریې ته استول کېږي.

په بدل کې د ایران دولت له خوا افغان داوطلبو جنګیالیو ته یو مقدار مالي امکانات او په ایران کې د استوګنې د مجوز د ورکړې ژمنه کېږي. کله چې له مجتبی وپوښتل شول، چې ددوی کورنۍ ددغو امتیازاتو په ترلاسه کولو توانېږي، مجبتی وویل: ((ډېر په سختۍ یا شاید کله کله ناممکن)).

ویل کېږي چې له ایرانه د سوریې جګړې ته تلونکي اکثره افغانان شعیه مذهبه دي، او شاید دې کې د تطمیع نقش کم وي خو ښاغلی جلالي د نوم لیکنې د یوې صحنې کیسه کوي: ((‌زه یو لوی جومات ته د عکاسانو سره بوتلل شوم، داځل د پخوا خلاف ډېر زیات افغانان راټول شوي وو، څېرې یې تتې او پرېشانه وې، دوی اکثره هغه کارګر وو، چې اونۍ اونۍ په فلکو درېدلي کار یې ندی موندلی. فکر نشي کیدای یو فقیر سړی دې جنګ د عقیدې په مستۍ کې واخستلای شی))

تردې وړاندې رسنیو ویلي و، چې د ایران هدیرې د سوریې په جنګ کې دوژل شوو افغانانو په هډوکو ډکې دي او په هره لویه هدیره کې تازه خاورې د افغان دي، چې په سوریه کې یې د پردي خواهش لپاره پردۍ جګړه وکړه او دا جګړه یې د کورنۍ مجبورۍ او لوږې په لوړه بیه اخستې ده. ځینې سرچینې وايي، ایران افغان کډوال مجبوروي چې خپل کورونه کاروبارونه پرېږدي او که جګړې ته خپل کسان ورنکړي دوی به یې له ایرانه راوشړي، نوځکه اکثره شتمن خلک یو دوه افغانان په بیه اخلي او حکومت ته یې د جنګ لپاره سپاري.

Leave a Reply

Your email address will not be published.