د ایران په پارلمان وسله وال برید شوی

د ايران پارلمان ته وسله وال ننوتي او تر دې مهاله يې څلورو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
رسنۍ وايي، د ايران په پارلمان کې نن عمومي غونډه روانه وه، چې درې کسان له وسلو سره ور ننوتي، د يوه ساتونکي په ګډون يې دوه مراجعين ټپيان کړي او يو ساتونکی يې وژلی دی. ويل کيږي، چې د پارلمان دروازې تړل شوې او هېچا ته د وتلو يا ننوتلو اجازه نه ورکول کيږي.
د پارلمان ننۍ غونډې ته يو شمېر خبريالان هم ورغلي و، چې اوس دوی هم په نښته کې ايسار پاتې دي. دې خبريالانو له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، چې زيان نه دی ور اوښتی، خو د ناستې په ځای کې يې يو شمېر ګولۍ لګېدلې دي.
د بريدګرو هويت نه دی په ډاګه شوی او نه هم کومې ډلې تر اوسه د بريد پړه پر غاړه اخيستې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.