د ایرلېنډ پر وړاندې تاریخ جوړوونکې بریا

د ایرلېنډ پر وړاندې تاریخ جوړوونکې بریا

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د افغانستان په اسلامي بانک جام دریمه لوبه کې هم ایرلنډ له سترې ماتې سره مخ کړ او د بریا جام یی پورته کړ.

د افغانستان اسلامي بانک جام سیالیو د دریمې نړیوالې شل اوریزې لوبې پچه د ایرلنډ لوبډلې لوبډلمشر سټرلینګ وګټله، خو افغان لوبډلې ته یې د توپوهنې لپاره بلنه ورکړه.

افغانستان په ټاکلو شل اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۱۰ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یی د ۲۱۱ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان له لوري په توپوهنه کې محمد نبي ۸۱، حضرت الله ځاځي ۳۱ او لوبډلمشر اصغر افغان ۲۰ منډې جوړې کړې.

د ایرلنډ په ګټه رانکین ۳، چیس، ډوکریل او ګیټکیت یوه – یوه ویکټ ترلاسه کړه.

په توپوهنه کې بیا هم ایرلنډ ډیره هڅه وکړه چی هدف ته ځان ورسوي خو افغان توپ اچوونکو دا ځل هم اجازه ورنکړه چی هدف ترلاسه کړي په ټاکلو شل اورونو کې یی د ۸ لوبغاړو په سوځیدو سره یوازې ۱۷۸ منډې جوړې کړې او د ۳۲ منډو په توپیر ماتې وخوړه.

د افغانستان لپاره په توپ اچونه کې راشد خان پنځه مهمې ویکټې ترلاسه کړې چی هیټرک یی هم پکې وکړ، ضیا الرحمن شریفي په لومړنۍ شل اوریزه نړیواله لوبه کې ولوبیده او دوه ویکټې یی ترلاسه کړې او یوه بله ویکټ هم د شریفي په توپ اچونه کې د نجیب ځدران له لوري په منډه کې ترلاسه شوه.

د لوبې غوره لوبغاړي جایزه او د سیالیو تر ټولو غوره لوبغاړي جایزه محمد نبي عیسی خیل ته ورکړل شوه.

د ویلو ده، چی افغانستان په دې وروستیو کې پرله پسې ۱۰ نړیوالې شل اوریزې لوبې ګټلي دي.

د افغانستان او ایرلنډ ملي لوبډلو ترمنځ به د افغانستان په کوربه توب د افغانستان اسلامي بانک جام پنځو یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ د روانې فبرورۍ میاشتې په ۲۸ مه نیټه پیل شي.

راشدخان هټرېک وکړ او ترڅنګ یې محمد نبي د افغانستان اسلامي بانک جام د شل اوریزو لوبو د لوبلړۍ تر ټولو غوره لوبغاړی ونومول شو.

Leave a Reply

Your email address will not be published.