د ایګور زوبف لفظي تېروتنه که پښېماني!؟

د ایګور زوبف لفظي تېروتنه که پښېماني!؟

د روسيې د کورنیو چارو وزارت معین ایګور زوبف څو ورځې وړاندې وویل چې ناپېژاندو څرخي الوتکو له پاکستان څخه د تاجکستان پولې ته چې د روسیې جنوبي سرحد ته نږدې پرته ده، داعش جنګیالي لیږدولي دي.

خو د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د معین صاحب ژبه غلطه شوې او اصلاً هغه غوښتل افغانستان ووايي؛ خو پاکستان ترې ویل شوي دي.

زاخارووا وايي چې دا یوه ژبني تېروتنه وه ځکه داعش جنګیالي د افغانستان خاورې څخه د افغانستان او تاجکستان پولې ته لېږدول کېږي او موږ له ترهګرۍ سره د مبارزې او افغان اجنډا په برخه له پاکستان سره له نږدې کار کوو او د داعش په اړه ګډې اندېښنې لرو. تېره اوونۍ هم افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف، او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، په اسلام کې سره ولیدل او په سیمه ییزو او نړیوالو مسئلو او همدارنګه په افغان سوله یې هم بحث وکړ. قریشي، روسي استازي ته ډاډ ورکړ چې پاکستان به په افغانستان کې د سولې لپاره خپل رول ته ادامه ورکړي.

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.