د بادام باغ له زندانه یوه ښځه وتښتول شوه

ښځهپه کابل ښار نن مازیګر یوه بندي میرمن تښتول شوې ده. دا پیښه د کابل ښار د څلورمې حوزې اړوند د بادام باغ په سیمه کې شوې ده.

د دې سیمې یو شمیر اوسیدونکي چې دا پیښه یې لیدلې وايی څو تنه وسله وال راغلل د بادام باغ د ښځو د زندان  په دروازه کې یې په سرتیرو او ساتونکو ډزې وکړې او وروسته یې هغه ښځه وتښتوله چې په پام کې وه له دې زندان څخه نامعلوم ځای ته ولیږدول شي.

د کابل پولیس په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي. تراوسه دا هم نه ده روښانه شوې چې تښتول شوې زنداني څوک او په کوم جرم بندي وه. ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي چې په دغه پیښه کې لږ ترلږه درې پولیس هم وژل شوي دي.

تراوسه د دغه تښتونې مسوولیت هم چانه دی منلی، تر دې وړاندې د کابل له زندانونو څخه څو ځلې بندیان تښتیدلي او یا تښتول شوي، خو دا لومړی ځل دی چې یوه بندي میرمن تښتول کیږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.