د بالامرغاب ټول امنیتي پرسونل نوي شول

د بالامرغاب ټول امنیتي پرسونل نوي شول

د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې وضعیت بېرته عادي حالت ته راګرځېدلی دی.

 

بالامرغاب ولسوالۍ کې مېشت ټول امنیتي پرسونل تبدیل شوي دي او پر ځای يې نوي کسان تېره ورځ یادې ولسوالۍ ته انتقال شوي دي.

 

امنیتي سرچینو ویلي: د امنیت مدیر، د لوا قوماندان او ځینې نور کسان تېره ورځ د پوځ له ۱۶ شهیدانو سره قلعه نور ته لېږدول شوي دي او د ملي اردو د درېیو هلیکوپټرو پر مټ نوي مسوولین او ۶۵ تازه دمي کومانډویان له بشپړو وسایلو او خوړو توکو سره بالامرغاب ته انتقال شوي، چې اوس په چاڼیزو عملیاتو بوخت دي.

 

ملي دفاع وزارت بیا ویلي، چې بالامرغاب کې اوس د عملیاتو یرغلیز پړاو پیل شوی دی چې تر دې دمه يې د عملیاتو پر مهال ۵۵ طالبان وژلي دي او له ۱۰۰ زیات يې ټپیان کړي دي.

 

طالبانو د همدې میاشتې په لړ کې دوه ځله د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ د سقوط هڅه وکړه چې د افغان ځواکونو لخوا بېرته په شا وتمبول شول.

Leave a Reply

Your email address will not be published.