د بدخشان د درېیو ولسوالیو بېرته نیولو پراخ عملیات پیل شول

د بدخشان د درېیو ولسوالیو بېرته نیولو پراخ عملیات پیل شول

محور؛ پنجشنبه، د وږی میاشتې ۷ مه:

د بدخشان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې د دې ولایت درېیو هغو ولسوالیو د بېرته نیولو عملیات یې پیل کړي دي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې دي.

د بدخشان والي ذکریا سودا رسنیو سره خبرو کې څرګنده کړې، چې د کران منجان، وردوج او یمګان ولسوالیو د بېرته نیولو لپاره یې له څوو خواوو عملیات پیل کړي دي.

هغه هیله مندي ښودلې چې ډېر ژر به دغه ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې راولي.

نوموړي ویلي چې په دې عملیاتو کې ملي اردو، ملي پولیس، سیمه ییز پولیس او ولسي پاڅون کوونکي برخه لري.

د هغه په خبره، دې علمیاتو کې يې افغان او بهرني ځواکونه هوايي مرسته هم کوي.

کران منجان ولسوالۍ نږدې یوه میاشت مخکې د طالبانو لاس ته ورغله، خو دوه نورې ولسوالۍ چې وردوج او یمګان دي، کلونه کېږي د طالبانو کنټرول کې  دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.