همایون خیري د بدني روزنې او سپورت د رییس په توګه ټاکل شوی دی. د افغانستان د چارو ادارو د چارواکو د معلوماتو له مخې همایون خیري د افغانستان د ولسمشر په فرمان په دې دنده ګومارل شوی دی.
د چارو اداره وایی چې ولسمشر محمد اشرف غني د اساسي قانون د څلورشپیتمې مادې د ۱۳ فقرې پربنسټ دا ګومارنه کړې ده.
تر دې مخکې کرام الدین کرام د بدني روزنې او سپورت د رییس په توګه دنده اجرا کوله چې د ده او د المپیک د رییس ترمنځ خپل منځی ستونزو د افغانستان په سپورت هم ناوړه اغیزه کړې وه. د چارو ادارې د کرام الدین کرام د برخلیک په اړه څه نه دي ویلي.
Leave a Reply