د برمل ولسوالۍ ماشومان پاکستاني ښوونځي لولي

د برمل ولسوالۍ ماشومان پاکستاني ښوونځي لوليد پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ ماشومان هر سهار له پولې پورې غاړه پاکستاني ښوونځیو ته ځي، ژبه یې اردو ده، نصاب پاکستانی دی او له سهاره پاکستاني بیرغ ته سلامي وهي.

د انګور اډې په سیمه کې چې له ډیورنډ کرښې سره صفري نقطه ده، ماشومان پاکستانۍ چانټې شاته واچوي، له پولې اواوړي او غرمه بیرته دې غاړې ته خپلو کورونو ته راشي. د خروټو او وزیرو قومونو اړوند دغه ماشومان چې پاکستانیو ښوونځیو کې تعلیم کوي شمېر یې تر ۵۰۰ لوړ دی.

د برمل ولسوالۍ په یاده سیمه کې افغاني ښوونځي شته خو ښوونکي نلري. څو میاشتې وړاندې د پکتیکا د پوهنې ریس له یو پلاوي سره نوموړې سیمې ته ورغی، په هلکانو او نجونو یې قرطاسیه، کتابونه او قلمونه وویشل. ریس هڅه کوله ماشومان له پاکستانیو ښوونځیو راوګرځوي. د نوموړي په هڅه ۵۰ ماشومان افغان ښوونځي ته جذب شول، خو هغوی هم له دې وضعیت خوښ نه ښکارېدل.

د پلاوي په مخ کې ولاړ کتار هلکان په دې نه پوهېدل چې له پولې پورې غاړه تعلیم کول بیا پاکستان غوندې ملک کې څه ستونزه لري، د هغوی لاسي ساعتونه د پاکستان پروخت برابر وو، اصلاُ دوی یوازې د افغانستان په خاوره کې اوسېدل مګر دوی ته هرڅه د یو بل ملک ورزده کېدل.

ځینو پلرونو اعتراض وکړ چې ولې له دوی غوښتل کېږي چې ماشومان یې د پولې داغاړه تعلیم وکړي. د پلرونو ادعا داوه چې هغه غاړې ته د تعلیم وضعیت او سویه ښه ده او ددوی ماشومان ډېر څه زده کوي. د ډیورنډ کرښې په دواړو خواوو کې ښوونځي په مساوي فاصله جوړ شوي دي.

د پوځیانو د بریدونو په ترڅ کې افغاني ښوونځي نړول شوي ورسره د پولې پورې غاړې ته هم ځینې ښوونځي وران شوي دي. هیڅوک نه پوهېږي د پولې پورې غاړه ښوونځي کله او د چا له خوا له منځه وړل شوي دي. په برمل کې خلک شکایت کوي، چې که ودانۍ نه وي هم ښوونځي خوندي ساتلی شي اما د ښوونکو نشتوالی لویه ربړه ده. د برمل خلک وايي، دوی اوایلو کې ښوونځي لرل، ودانۍ یې په ۲۰۰۴ او ۲۰۰۶ کې جوړې شوې خو پاکستاني پوځ په بمونو والوزول.

د پکتیکا بله ولسوالي خوشامند ده چې هیڅ ښوونځی پکې نشته. په تېرو کلونو کې امریکایان چې په پکتیکا کې میشت وو، کله هم سیمې ته ولاړ نشوای شول. په تېرو اتو کلونو کې د خوشامند لارې بندې وې، تیر کال دالاره د محلي پولیسو په زور خلاصه شوه خو اوس بیرته دالاره تړل شوې ده.

په پکتیکا کې خلک شکایت کوي، چې د طالبانو بریدونه ترټولو ډېر د ښوونځیو د زوال سبب شوي دي. ځايي خلک وايي، پاکستان په ډېر منظم ډول د افغان تعلیمي سلسلې او تاسیساتو پرضد په پکتیکا کې تخریبي فعالیتونه کوي او د طالبانو په منځ کې یې داسې جاسوسان ګمارلي چې یوازې ښوونځي وسوځوي او ښوونکي تهدید کړي.

دوی دغه راز اعتراض کوي، چې په تېرو څوارلس کلونو کې حکومت د ښوونې روزنې وضعیت ته هیڅ توجه ونکړه. د معارف سیمه ییز مامورین او چارواکي د معلمینو په نامه معاشونه اخلي، مرکز ته د فعالو ښوونځیو راپورونه ورکوي امکانات ترلاسه کوي، حتی د ژمي سون توکي ترلاسه کوي او ما په حقیقت کې دا ټول خیالي یا هوايي معارف دی، په سیمه کې ددوی په خبره د ښوونې بهیر له سخت بدحالت سره مخ دی.

دوی په مرکزي‌دولت غږ کړی، چې د یوې پټې فاجعې مخه دې ونیسي چې دولت یې خپله مخ کښ دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.