د بروکسل بریدونو نوي تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د بروکسل بريدپه بلجیم کې د چاودنو د مرګ ژوبلې شمیر نوي تنو ته رسیدلی. دغو کسانو ته په هغو چاودنو کې مرګ ژوبله واوښته چې نن یې یو بروکسل ته نیژدی د (زوینتم) په هوایی ډګر کې وشو او بل یې د بروکسل ښار په میترو کې ترسره شو. په دغه دواړو چاودنو کې (۳۴) تنه وژل شوي او (۵۵) نور ټپیان دي.

له دې پیښو وروسته په ټوله اروپا کې امنیتي تدابیر سخت شوي دي. د بلجیم حکومت هوایی الوتنې لغوه او د اورګاډو مسیرونه یې بدل کړل. د بلجیم لومړي وزیر چارلس میچل وایي: (له هغه څه موچې وېره درلوده پیښ شول.)

​​​​د امریکا ولسمشردا بریدونه غندلي او وایی د برید عاملانو ته په سزا ورکولو کې به هیڅ شی ونه سپموي.​​ اروپایي امنیتي بنسټونو له څو اونیو راهیسې ځانونه د احتمالي بریدونو په وړاندې تیارول او خبرداری یې ورکړی و چې داعش په اروپا کې بریدونو ته چمتو والی نیسي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.