د برښنایي پیژندپاڼو د ویش په اداره کې پراخې درغلې

اشرف غنيهغه رپوټ چې د روان کال د وږي په میاشت کې د ولسمشر په لارښوونه د اداري فساد پروړاندې د مبارزې د عالي ادارې او د اداري فساد پروړاندې د مبارزې د څارنې د ګډې کمیټې له خوا چمتو شوی وایی چې د برښنایي پیژندپاڼو  اداره د استخدام له پاره کړنلاره نه لري، په دغه اداره کې استخدام شويو کسانو په چاره کې د ملکي خدمتونو د کارکوونکو قانون ته هم پاملرنه نه ده شوې او د دې ادارې اویا سلنه کارمندان د زورواکانو له خوا په غیر قانوني توګه ګومارل شوي دي.

د دغه پلاوي ارزونې ښیی چې په بیلابیلو برخو او په ځانګړې توګه د بشري سرچینو او هوکړه لیکونو په برخه کې دغه اداره په فساد کې ښکیل ده.

رپوټ وایي پردې سربیره چې لسګونه داسې کسان ګومارل شوي چې شرایط یې نه دي بشپړ کړي، د یوې کورنی  ډیر غړي او د  ملي شورا د غړو په وزيرانشمول د دولتي چارواکو خپلوان له غیر قانوني لارو استخدام شوي او د کارمندانو په قراردادونو کې یې هم هیڅ روڼتیا نشته.

په دغه رپوټ کې  چې ولسمشرې ته سپارل شوی  د کورنیو چارو وزارت د پخوانیو لوړ پوړو چارواکو او د ملي شورا د غړو د کورنیو د څو غړیو استخدام دکار په پیل کې له قانون څخه څرګنده سرغړونه بلل شوې ده.

رپوټ وایي چې په دغه مهمه اداره کې په استخدام کې قومي او سمتي ترکیب ته هم پاملرنه نه ده شوې چې دغه کار ډیرې اندیښنې را پارولې دي.

داودزیدا رپوټ وايی د برښنایی پیژندپاڼو د ویش  په اداره کې ۲۷ کسان د کورنیو چارو د پخواني وزیر او مرستیالانو په مستقیم امر  له ازموینې او د ګومارنې د نورو پړاوونو له تیرولو پرته ګمارل شوي دي.

د دغه ادارې رییسان هم د کورنیو چارو وزارت او اجرایی ریاست په امر له رقابتي مرحلو تیرولو پرته ګومارل شوي دي.

د هغه معلوماتو له مخې چې په دغه رپوټ کې راغلي  د برښنايی پیژندپاڼو په اداره کې د ۱۰۲۶ کسانو له ډلې یوازې ۳۲۱ تنه یې  د سیالې پربنسټ استخدام شوي او نور یې چې رییسان او دعملیاتي برخو مدیران هم په کې شامل دي د کورنیو چارو وزارت د پخوانیو چارواکو او ملي شورا د غړو په مستقیمو اوامرو ګومارل شوي دي.

تر لاسه شوي اسناد ښیی چې د برښنايی پیژندپاڼو د ادارې ۵۱۹ کارمندان د دغه ادارې په وړاندیز او د کورنیو چارو وزارت د چارواکو په منظوری مقرر فسادشوي چې تر یوې مودې تیرولو وروسته یې د فریب په توګه  رقابتي فرصتونه مساعد کړي، دوی یې په ازموینه کې شامل کړي او وروسته یې په دایمي توګه استخدام کړي دي. د برښنايی پیژندپاڼو د ادارې چارواکو د دغه کار لامل فشار بللی دی.

په دغه ارزونه کې د برښنایی تذکرو د پروژې درې تړونونه هم ارزول شوي دي ، لکه له ( جي تي آر ) کمپنې سره د ۱۰۱ میلیون ډالرو تړون، له (اورنج ګروپ) سره د ۵۰۰ زرو ډالرو په ارزښت د عامه پوهاوي تړون او د برښنایی تذکرو د ویش ادارې د تدارکاتو او استخدام چارو تړون چې له (آی او ام) سره شوی دی.

د دغه بنسټ ارزونه ښیي چې دا پروژه له پیله له قومي شخړو، سیاسي او تدارکاتي ستونزو سره مخ وه او همدا چاره د دې پروژې د عملي کیدو پروړاندې لوی خنډ بلل کیږي.

عبدالله عبداللهپه دغه رپوټ کې په زغرده ویل شوي چې پردې سربیره چې په دغه اداره کې لسګونه کسان په غیرقانوني توګه د دولتی چارواکواو ملي شورا د غړو د کورنی غړي او یا خپلوان ګومارل شوي د پروژې په تدارکاتي تړونو کې هم روښانه اداري فساد شته.

په رپوټ کې یادونه شوې چې د اړتیا وړ ماشین آلاتو د پیرودلو  په موخه ترلاسه شوې پنځوس سلنه پیسې ضایع شوې دی، خو څارونکي پلاوي وړاندیز کړی چې دا تخنیکي موضوع ښه وڅیړل شي نو یو جلا مسلکی او تخنیکي پلاوي ته دې دنده وسپارل شي ترڅو دا مسله وڅیړي.

په دغه رپوټ کې راغلي څیړونکي پلاوي موندلې چې د برښنایي پیژندپاڼو د تدارکاتو او پیرو دلو په بهیر کې نیمګړتیاوې شته چې اداري فساد ته یې لاره ولسي جرگههواره کړې ده، هغه سندونه چې دغه پلاوي موندلي ښیی چې د دې اداره د تدارکاتو بهیر له خورا ډیر مالی او اداري فساد سره مخ دی.

څیړونکی پلاوی وړاندیز کوي چې د دغه ادارې د بشری منابعو او اداري جوړښت بیا کتنې ته اړتیا لري او له سره باید دا پستونه اعلام او له سره پرې وړ کسان استخدام شي. دا پلاوی وایی چې له (جي ټي آر) کمپنې سره شوی تړون هم باید په ځانګړې توګه تفتیش شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.