د برښنا د ویجاړوشویو ستنو جوړول پیل شول

شهاب الدین ډنډپه بغلان کې د شهاب الدین ډنډ سیمه تصفیه شوه. د شاهین قول اردو مسولین وایی چې د ملي اردو له خوا دا سیمه چې پرون له وسله والو نیول شوې وه نن په بشپړه توګه تصفیه شوې او د برښنا شرکت کارکوونکو ته زمینه برابره شوې چې د برښنا ویجاړو شویو ستنو بیاجوړول پیل کړي.

په دغه سیمه کې کابل ته د ازبکستان څخه د لیږدونکې برښنا ستنې نیژدې شل ورځې وړاندې وسله والو طالبانو ویجاړې کړې او د کابل، پروان او بغلان اوسیدونکي یې له برښنا بې برخې کړل. د برښنا شرکت تراوسه څه دي ویلي چې د برښنا د ویجاړو شویو ستنو د جوړولو چارې به څه وخت بشپړې شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.