د برښنا شركت تمه لري په دوو ورځو كې كابل روښانه كړي

برښناد برښنا شركت وايي تمه لري چې تر راتلونكو دوو ورځو پورې امنيتي ځواكونو هغه سيمې ته د ورتګ زمينه برابره كړي  چې د برښنا ستنې په كې ويجاړې شوې دي. د بغلان په شهاب الدين ډنډ سيمه كې چې كابل ته ليږدول شوې برښنا پرې شوې اوس د دولتي ځواكونو چاڼيز عمليات دوام لري.

د افغانستان د برښنا شركت وايي چې امنيتي ځواكونو تراوسه  په دې برخه كې هيڅ همكاري نه ده كړې او كه دا لړۍ دوام ومومي نو ښايي د برښنا رسولو ستونزه دوام وكړي. د برښنا شركت د خپرونو رييس وحيدالله توحيدي وايي يوه ستنه د وسله والو طالبانو له خوا د بغلان په شهاب الدين ډنډ كې له منځه وړل شوې وه او اوس ځينو نورو زرواكانو د برښنا د نورو ستنو د ويجاړولو لړى پيل كړې ده.

توحيدي وايي: (ځیني محلی زورواکانو له خوا  د نوروپایو د ويجاړولو لړي روانه ده خو له بده مرغه د مخنیوي لپاره دولت هیڅ ګام نه دی پورته کړی برښنا له هیچاسره د ښمني نه لري.)

له يوې اونۍ را په ديخوا په پلازمینه کابل برښنا پرې شوې خولاهم دولت د دغه ستونزې د حل لپاره هیڅ ګام نه دى پورته کړى. كابل ښاريان وايي دولت بايد په دې برخه كي جدي اقدام وكړي. ويل كيږي چې مخكيني ستنه د وسله والو طالبانو له خوا ويجاړه شوې وه، خو اوس د برښنا شركت وايي چې محلي زورواكان غواړي نورې پايې هم ونړوي.

د ملي شورا یوشمیر غړي وايي په امنیتي بنسټونو کې نا کامه رهبري د دې لامل شوې چي د ولس ستو نزي ډيرې او له پامه وغورځول شي. داسې انګيرنې هم شته چې مافيايي كړۍ هم نه غواړي چې د برښنا ستونزه ژر حل شي. دوى وايي د برښنا شركت د مالوماتو له مخې دغه شركت هره ورځ په كابل كې د برښنا د توليد په موخه تر ۵۵ زرو ليترو پورې تيل سوځوي چې د ځينو له پاره يې د مالي فساد ښه لاره برابره كړې ده.

د اقتصادي چارو شنونكي وايي كه دولت او په تيره بيا امنيتي ځواكونه د عامه تاسيساتواو پروژو امنيت ټينګ نه كړي نو ښايي نړيوالې كمپنۍ او په تيره بيا ګاونډي هيوادونه په هيواد كې په مهمو پروژو كې پانګونې ته زړه ښه نه كړي. تر دې مخكې وسله والو طالبانو ويلي و چې د مهم پروژو په اړه بايد د دوى د امارت له لوړ پوړو چارواكو سره هم خبرې وشي كه نه نو دوى به يې مخه ونيسي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.