د بشري حقونو د څار سازمان افغان حکومت ناکام بللی دی

د بشري حقونو د څار سازماند بشري حقونو د څارسازمان په خپل کلني راپورکې ویلي چې د افغانستان  اوسنی حکومت  په ٢٠١٥ کال کې د بشري حقونو مسایلو په اصلاحاتو کې پاتې راغلی دی.

دغه سازمان وايي تراوسه هم حکومت د ملیشو په کابوکولو، فساد په کمولو، د ښځو او رسنیو د حقونو په پراختیا او عدلي او قضايی سمونو په راوستلو کې لږ پرمختګ کړی دی.

رپوټ وایی: “د سیمیزو پولیسو او ملیشه  د فعالیت په زیاتولو سره چې په جنسي تيریو، چور او غير قانوني وژنو تورن دي، په افغانستان کې د بشري حقونو وضیعت لا نور وران شوی دی”.

په دغه رپوټ کې په حکومت له دې امله هم نیوکه شوې چې حکومت د ملکي خلکو ژوند ته پاملرنه نه ده کړې.

رپوټ وايی: “افغان حکومت د پوځي عملياتو پر مهال د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې د راکمولو په موخه ځينې تدابير ونيول او تيری کوونکې مليشې یې بې وسلې کړې خو د امنيتی ځواکونو له خوا د شویو تيریو مسئوليت نه اخيستلو دغه هلې ځلې ټکنۍ کړي دي”.

ارگرپوټ وايي چې د حکومت باور هم زیانمن شوی دی. رپوټ دغه راز لاندې مسایل له بشري حقونو څخه د سرغړونې د ډیر والي مهم لاملونه ښودل شوي دي.

د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې تاوتریخوالی ډیر شوی، د کورنی جگړو له امله د کورنیو بې ځایه شویو کسانو شمیره له یو میلیون کسانو اوښتې، د محلي پولیسو په لیکو کې د ماشوم سرتیرو ګومارل، د استوګنې په سیمو کې له درنو وسلو استفاده، د ملکي خلکو تښتول او د خیریه تاسیساتو په نښه کول.

رپوټ وایي افغان حکومت د بشري حقونو د ستونزو د حل په برخه کې ډیر فرصتونه له لاسه ورکړي دي. د دغه بنسټ یوې مسولې ټینګار کړی نړیواله ټولنه باید له افغان حکومت سره له نيږدې کار وکړي چې د تيرو ۱۴ کلونو لاسته راوړنې وژغورل شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.