د بغلان والی وایی په ډنډ غوري کې خلکو پاڅون کړی

عبدالستار بارزد نامناسبو جوی حالاتو له امله په بغلان کې عملیات نن هم ځنډیدلي دي. د بغلان د امنیې قوماندانې سرپرست عبدالرشید بشیر وایي چې عملیات به پیل او تر هغه به دوام وکړي چې وسله وال له دې سیمې وشړل شي.

په همدې وخت کې د بغلان والي عبدالستار بارز  وايی د ډنډ غوري د منګلو کلي اوسیدونکو د وسله والو طالبانو پرضد پاڅون کړی او د دوی سنګرونه یې وران کړي دي .  هغه وايي په ډنډ غوري سیمه کې له طالبانو سره پاکستانیان هم شته.

بلخوا له سیمې څخه ترلاسه شوي رپوټونه وايی چې دولتي ځواکونو له لیرې سیمو څخه په ګڼ میشتو سیمو د درنو وسلو ډزې کړې او طالبانو یې هم په ځواب کې په پلخمري ښار توغندي توغولي دي چې تراوسه د دواړو لورو په ډزو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته.

Leave a Reply

Your email address will not be published.