د بغلان پوليس وايي يوې ښځې يو طالب قوماندان وژلى

عوض محمد نذيريپه بغلان كې يوې ښځې يو  طالب قوماندان په ډزو وژلى. دا پيښه د پلخمري د خواجه الوان سیمه کې شوې ده. د بغلان د امنيې قوماندان عوض محمد نذيري وايي د سيمه ييزو طالبانو يو قوماندان له يوبل طالب سره غوښتل د شپې ناوخت يوه كور ته ننوزي چې ښځې يې مخه نيولې او پردوى يې ډزې كړې دي.

هغه وایی د دغه كور ښځې او ميړه له طالبانو سره نښته كړې چې يو طالب يې وژلى او يوبل ټپي دى. هغه وايي په دې نښته كې ښځه او ميړه يې دواړه ټپيان شوي دي.

عبدالمحسن چي واييپه كور يې وسله والو حمله كړې وه اوس په روغتون كې بستر دى او وايي ترسهاره يې له طالبانو سره مقاومت وكړ او سهار يې طالبانو كور وسوځاوه.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.