د بورې يواځينۍ فابريكه د كال شل ورځې فعاليت كوي

د بورې په فابريكهافغانستان  د بورې د توليد يوه فابريكه لري چې په بغلان مركزي كې فعاليت كوي، خو د خامو موادو يا چغندرو د نشتوالي له امله يوازې د كال شل ورځې چليږي او نوره بنده وي.

د دې فابريكې مسولين وايي كه كافي ځمكه ورته برابره شي چې دوى په كې خام مواد چمتو كړي نو د توليد كچه به لوړه او خلكو ته به د كار زمينه برابره شي.

د بغلان د بورې فابريكې مسولين وايي چې دوى د ځمكې او چغندرو له كموالي سره مخ دي او كه دا ستونزه يې حل شي نو كولاى شي د خپلو توليداتو كچه لوړه كړي.

د بغلان د بورې په فابريكه كې  اوس په څلورويشت ساعتونو كې ۳۰ زره كيلوګرامه بوره توليديږي. ويل كيږي چې د خامو موادو د نشتوالي له امله دا فابريكه په كال كې يوازې شل ورځې فعاليت كوي او نوره بنده وي.

د بورې په فابريكه

د دغه فابريكې سرپرست غلام سخي وايي په څلور ويشت ساعتونو كې شپږ سوه بوجۍ بوره توليدولاى شي.

د فابريكې مسولين وايي دوى بوره له چغندر توليدوي خو هغه بوره چې اوس د افغانستان په بازارونو كې پلورل كيږي له نى شكر جوړيږي چې ډير كيفيت لري.

په بغلان كې د بورې فابريكې توليدات د تيركال په پرتله څوارلس سلنه لوړ شوي دي.

دا په هيواد كې د بورې د توليد يواځينى فابريكه ده چې په ۱۳۱۹ كال كې ګټې اخيستنې ته سپارل شوې خو په ۱۳۶۹ كال كې د جګړو له امله له توليد ولوېده او  په ۱۳۸۳ كال كې خصوصي سكتور ته وسپارل شوه.

Leave a Reply

Your email address will not be published.