د بیرغ ملي ورځ؛ افغانان يې نن ټول هېواد کې نمانځي

د بیرغ ملي ورځ؛ افغانان يې نن ټول هېواد کې نمانځي

محور؛ دوه نۍ، د زمري میاشتې اوومه: افغانستان کې په لومړي ځل د درې رنګه ملي بیرغ، یانې د زمري اوومه نمانځل کېږي.

د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کليزې جشن ته د تياري کمېسيون وايي، له دې چارې يې هدف په افغانانو کې د ملي حس لا پياوړي کول، پر ځان او وطن د دوی د باور زياتول او ملي بيرغ ته د درناوي زياتول بلل شوي دي.

د خپلواکۍ جشن ته د تیاریو تر څنګ، د زمري اوومې لپاره هم له زیاتې مودې راهیسې چمتووالی روان و.

ټاکل شوې ده چې نن وروسته له غرمې په یوه وخت د هېود په ۳۴ ولایتونو کې د افغانستان درې رنګی ملي بیرغ پورته شي.

د يادولو ده چې د ملي بيرغ ورځ د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې په رنګا رنګ مراسمو په دولتي او ملي کچه نمانځل کېږي او ټاکل شوې سږ کال د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې هم ونمانځل شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.