د تاجيكستان پوليسو د « اسلامي نهضت » د وياند مور نيولې

اسلامي نهضتپه تاجيكستان كې د اسلامي نهضت ډلې وياند وايي حكومت يې شپيته كلنه مور نيولې ده.  په تاجيكستان كې د اسلامي نهضت د ډلې وياند محمود جان فيض رحمانف وايي چې پوليسو يې مور د ده له ماما او د تره زوى سره نيولې او پلازمينې دوشنبه ته يې ليږدولې ده.

تاجيكستان د اسلامي نهضت ډله څلور مياشتې وړاندې غير قانوني اعلام كړه او په فعاليتونو يې بنديز ولګاوه. حكومت تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.