د تخار لپاره د طالبانو د ځانمرګو بریدونو طراح ونیول شو

د تخار لپاره د طالبانو د ځانمرګو بریدونو طراح ونیول شو

د تخار ولایت لپاره د طالبانو د ځانمرګو بریدونو او چاودنو پلانوونکی کابل کې ونیول شو.

د طالبانو د بریدونو طراح تېر مازیګر ناوخته د پلازمېنې کابل په څلورمه ناحیه کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو لخوا نیول شوی دی.

له نیول شوي کس سره تومانچه او ځینې اسناد تر لاسه شوي دي.

د بریدونو دغه پلانوونکي تخار کې زیاتې حملې او د دولتي کار کونکیو ترورونه طراح کړي وو.

Leave a Reply

Your email address will not be published.