د ترکیې برید سوریایي وګړي کړی

ترکیهپه ترکیه کې چاودنې لږ ترلږه لس تنه ووژل او پنځلس نور یې ټپیان کړل.چاودنه په سیمه ییز وخت لس بجې د استانبول سلطان احمد سیمه کې ابي جومات ته څېرمه وشوه. دغه سیمه د سیلانیانو د ورتګ له امله مشهوره ده. ترکي چارواکو ویلي چې دا ځانمرګی برید و.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان چې د برید پر مهال په استانبول کې و تر چاودنې وروسته خبریالانو ته ویلي دا برید د سوریې وګړي لخوا شوی دی. اردوغان وویل پدې برید کې  ۱۰ تنه وژل شوي  او ۱۵ نور ټپیان دي. ویل کیږي په ټپیانو کې ۶ د جرمني، یو د ناروې او یو هم د پیرو د هیوادونو اتباع  دي.

چارواکي وایي په دې اړه پلټنې پیل شوې چې چاودنه چا کړې ده.  رسنې وایی دا لا له وخت وړاندې ده چې وویل شي چې په دغه برید کې به څوک لاس ولري. خو په وروستیو څو میاشتو کې په ترکیه کې چاودنې

د خلق ازادۍ انقلابي جبهې، کردي ډلې “پ ک ک” او (داعش) له خوا شوي دي .په تېر اکتوبر میاشت کې هم د ترکیې په پلازمېنه انقره کې ځانمرګی برید شوی وو چې له ۱۰۰ ډېر کسان یې وژلي وو.

Leave a Reply

Your email address will not be published.