د ترکیې په مرکز کې یو ې چاودنې ۲۸تنه ووژل

د ترکیې بريدد ترکیې په مرکز انقره کې موټر بم چاودنې ۲۸ تنه ووژل او تر ۶۰ ډیر یې ټپیان کړل. دا چاودنه پرون د پوځيانو يوه مركز او د پارلمان ودانۍ ته څېرمه شوې ده.

د تركيې پوځ وایي چې چاودنه پرون مازيګر په څلورنیمې بجې وشوه. د تركيې د لومړي وزير مرستیال نعمان کرُتول موس رسنیو ته وویل چې چاودنې ملکیان او پوځیان په نښه کړي دي.

نوموړي زیاته کړه یو شمېر قربانیان پیژندل شوي او هڅې روانې دي چې نور هم وپیژندل شی. ترکیي چارواکو دا يو ترهګر برید ګنلى دى. په انقره کې له چاودنې وروسته د ترکیې لومړي وزير احمد داوود اغلو چې ټاکل شوې وه بروکسل ته ولاړ شي، خپل سفر وځنډاوه او له امنیتي چارواکو سره یې یوه بیړنۍ غونډه وكړه.

په ترکیې کې په وروستیو کې پرله پسې بریدونه وشوو چې په کې جهادي ډلې او په ورته وخت کې کردي یاغیان تورن شوي دي.

د اکتوبر په لسمه په انقره کې په یوه چاودنه کې ۱۰۳ کسان وژل شوي وو. بیا د جنوري په ۱۶ په استانبول کې په یوه ځان مرګي برید کې د جرمني ۱۱ ګرځندویان ووژل شول.

Leave a Reply

Your email address will not be published.