د ترکیې په پېښه کې افغانان کم ښکېل دی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، لومړني راپورونه یې ښيي چې د ترکیې په ستانبول ښار کې د کډوالو او ترکانو ترمنځ شخړه کې افغانان ډېر ښکیل نه دي.
د ترکیې په ستانبول ښار کې د ځایي خلکو او کډوالو ترمنځ شخړه وروسته له هغې پيدا شوه چې څو ورځې وړاندې کډوالو یو ترکی وګړی په چاقو وواژه.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، له پیښې وروسته د وژل شوي کس خپل خپلوانو پر میشتو کډوالو د چړو بریدونه وکړل او ګڼ شمیر یې مړه او ټپیان کړل.
د دغه وزارت ویاند شکیب مستغنی وایي پيښه چې د ترکي پولیسو تر څیړنو لاندې ده په بشپړ ډول جنایي بڼه لري او تراوسه په کې د افغانانو وژنه نه ده تثبیت شوې:
“په استانبول کې د افغانستان جنرال قونسلګري چې کوم لومړنی راپور خپور کړی ښيي چې ګمان نه کیږي ډیر افغانان دې په دې قضیه کې ښکیل وي، ځکه د غازي عثمان په نوم د ستانبول په دې سیمه کې چې شخړه رامنځ ته شوې ډېر کم افغانان میشت دي.”
ښاغلی مستغني وایي، د شخړې په سیمه کې تر ډیره پاکستاني او سوري کډوال میشت دي. نوموړی زیاتوي چې په انقره کې د افغانستان سفارت او په ستانبول کې د دغه هېواد جنرال کونسلګري له ترکي پولیسو سره په اړیکه کې دي چې د افغانانو د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه معلومات راټول کړي.
د بهرنیو چارو وزارت وایي که ثابته شي چې په شخړه کې افغانان زیانمن شوي، د ترکیې له اړوندو ادارو به ورته د عدالت غوښتنه وکړي.
په ستانبول کې مېشت افغانان بیا وایي د پیښې په سیمه کې وضعیت نورمال نه دی او افغانان په اسانه د باندې نه وځي. د زین العابدین خیري په نوم افغان کډوال رسنیو ته ویلي:
“په دې سیمه کې اوس هم وحشت خپور دی، بل دا چې زمونږ افغانان لا هم په خپلو کورونو کې دي، احتیاط کوي او بهر نه وځي، د ترکیې په نورو سیمو کې وضعیت نورمال دی.”
د ستانبول د ولایت ویاند بیا وایې : په پېښه کې یو ترکی او یو بهرنی وګړی وژل شوي، خو د بهرني وګړي هویت لا معلوم نه دی
په ترکیه کې مېشتو یو شمیر نورو افغانانو بیا پر خپلو فېسبوک پاڼو د دې لانجې په اړه غبرګونونه ښودلي دي او لیکلي یې دي په دې پیښه کې شااوخوا شلو افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې او ټپيان په بد وضعیت کې دي.
دوی لیکي د ترکیې روغتونونه افغان ټپيان هم نه بستروي ځکه چې روغتیایي بیمه نه لري.
په انقره کې د افغانستان سفارت بیا د ستانبول ولایت د ویاند په حواله لیکلي چې په پیښه کې یو ترکی او یو بهرنی وګړی وژل شوی چې د بهرني هویت لا نه دی معلوم.
د سفارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې اړه پلټنې روانې دي او ترکي پولیسوله پیښې وروسته ۳۰۰ سوري، ۲۰۰ پاکستاني او ۳۰ افغان کډوال نیولي او تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.