د تل پاتې ” سولې ” لپاره اوربند اړین دی

د تل پاتې ” سولې ” لپاره اوربند اړین دی

محور؛ سه شنبه، د زمري میاشتې ۱۵ مه: د چین ‘چاینا ډېلې’ د افغان سولې په تړاو یو مطلب خپور کړی او لیکي چې تر هر څه وړاندې اوربند مهم دی.

مطلب لیکي چې که څه هم د دوحې خبرو د سولې په تړاو هیله مندي رامنځ ته کړې ده، خو تر اوسه د یوه دایمي حل ترلاسه کولو مسله پاتې ده.

مطلب بیانوي چې طالبان په خپله ایډیالوژۍ کلک ولاړ دي او ښايي د سولې په راتګ سره یو قوي ګوند جوړ کړي او په افغان حکومت کې ډېر څوکۍ ترلاسه کړي او د افغان حکومت اړخ هم له طالبانو سره مذاکراتو ته تابیا نیسي، خو د پایدارې سولې لاره له ټولمنلي اوربنده تېرېږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.