د تښتول شويو امريكايانو د موندلو هڅې دوام لري

عراقد عراق په پلازمينه بغداد كې درې امريكايان تري تم شوي دي. العربيه تلوزيون ويلي چې دا درې امريكايان ښايي د بلواګرو له خوا تښتول شوي وي.

د عراق د پوليسو يوه چارواكي فرانس پرس ته ويلي چې درې امريكايان له يوه ژباړونكي سره د داسې كسانو له خوا تښتول شوي چې پوځي يونيفورم يې درلود. امريكايي او عراقي چارواكي وايي د دغه كسانو د موندلو هڅې دوام لري.

د امريكا د بهرنيو چارو وزارت وياند جان كربي وايي: (له عراقي چارواكو سره په همكارۍ هڅې دوام لري چې د دغه كسانو ځاى وموندل شي.)  هغه ويلي چې عراق كې امنيتي ځواكونو د دغه كسانو د موندلو هڅې پيل كړي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.