د تښتول شوي ماشوم مړى موندل شوى

نميروز په نميروز كې د هغه پنځه كلن ماشوم مړى موندل شوى چې د مرغومي په څلورمه تښتول شوى و. دا پنځه كلن ماشوم ذكريا نوميده او د زرنج ښار له ختيځې برخې تښتول شوى و.

د نيمروز د پوليسو مسولين وايي له څيړنو ښكاري چې ذاكر له تښتولو يوه ورځ وروسته وژل شوى و. دا چارواكي وايي د ذاكر مړى چې په يوه بوجۍ او بكس كې ايښودل شوى و له يوې څا څخه ترلاسه شوى دى.

دا چارواكي وايي په دې پيښه كې د ماشوم د كورنۍ يو غړى هم لاس لري. چارواكو او د ماشوم كورنۍ د تښتوونكو د غوښتنو په اړه څه نه دي ويلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.