د تېلو قاچاق دوام لري

نقیب الله فایقافغانستان ته ډیر واردیدونکي تیل ټیټ کیفیته او له قاچاقي لارو راځي. د ستندرد د ملي ادارې رییس نقیب الله فایق چې په دې وروستیو کې په دغه  دنده ګومارل شوی وایی د هیواد له یو شمیر بندرونو یې لیدنه کړې او په ځینو بندرونو کې د تیلو مافیا دولت ته له محصول ورکولو پرته تیل واردوي.

هغه وایي د تورغونډۍ، اسلام کلا، فراه او نیمروز له بندرونو یې لیدنه کړې او په دغه بندرونو کې مافیايي کړۍ لاهم د قانون خلاف کارونه کوي.  هغه وایي په دغه بندرونو کې لا هم قاچاق، د بې کیفته توکو اوپه ځانګړې توګه د تېلو واردول او  له ګمرکي محصول څخه سرغړونه تراوسه هم دوام لري.

هغه  چې وایي په سویل کې یې له یو شمیر بندرونو لیدنه کړې او غواړي په شمال کې هم له بندرونو لیدنه وکړي. ښاغلی فایق وايي دوی د ټیټ کیفیت تیلو د یو شمیر ټانکرو مخه نیولې خو د بشپړ مخنیوي لپاره یې هڅې کوي.

ښاغلی فایق زیاتوي د ستندرد په ملي اداره کې متخصص کسان نشته اود ستندرد جوړولو لپاره باید د دغې ادارې کار کوونکو ته زده کړې ورکړل شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.