د جاغوريو په هوايي ډګر  كې مالي فساد شوى دى

جاغوريو هوايي ډګرهغه هوايي ډګر چې په غزني كې بايد جوړ شوى واى په جاغوريو ولسوالۍ كې جوړشوى دى. په غزني كې ځينې سرچينې وايي چې په پام كې وه چې د غزني ښار هوايي ډګر چې د خلكو يوه جدي اړتيا ده بشپړ شوى واى، خو د دې پرځاى يې پيسې د جاغوريو د هوايي ډګر په جوړولو لګول شوې دي.

بلخوا د غزني ولايتي شورا غړي  وايي چې دا پروژه هم له پراخ مالي فساد ډكه ده او هغه څه چې د هوايي ډګر په نامه د يكشنبه په ورځ پرانيستل شوي  د خلكو ستونزې نه شي حلولاى.

د غزني د ولايتي شورا د غړو په وينا دا هوايي ډګر كه څه هم اوس ګټې اخيستنې ته سپارل شوى، خو سلګونه زره ډالره په كې خوړل شوي دي. هغه وايي په دې پروژه كې ډيره غلا شوې او پيسې په كې خوړل شوې دي.

هغه وايي دا پروژه د جاغوريو اوسيدونكو هيڅ ستونزه نه شي حلولاى. د ولايتي شورا رييس هم وايي چې  په دې پروژه كې له شركت سره اوه سوه زره ډالره تړون شوى و خو فكر نه كوي چې څلور سوه زرو ډالرو ډيرې پيسې دې لګول شوې وي. د غزني محلي چارواكو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.